اړیکه ونیسئ

 له موږ سره اړیکه یواځي یو پېغام غواړي

پېغام ولېږئ 

د اړیکې معلومات

ډېرې پوښتل شوي پوښتنې 

ستاسو د عمومي پوښتنو په اړه چټک لارښود

  • سوله ایکس د حضوري یا ټولګی د زده کړې یو بدیل دی. د هغو نجونو لپاره زده کړې یو ښه بدیل دی چې له کلونو راهیسي یې زده کړې ځنډول شوي. دا د رڼا یو امید او د ټولګی پر لور د بیا تګ یو ابتدايي ګام دی

  • زده کوونکي کولای شي زموږ د خدمتونو له شمېرو یوې ته د پېغام په لېږلو سره له مونږ سره یوځای شي. د نورو معلوماتو لپاره زمونږ د (څنګه کار کوي) پاڼه وګورئ. که تاسو ښوونکی یاست او غواړئ خپل مهارت او لېوالتیا له مونږ سره شریکه کړئ، کولای شئ موږ ته په

    پته برېښنالیک راواستوئ [email protected]

  • په سوله ایکس کې ګډون لګښت نلري او له هیڅ زده کوونکي څخه د سوله ایکس پر کارولو او زده کړې فیس نه اخیستل کېږي. موږ سوله ایکس د خپل زده کوونکو لپاره وړیا خدمتونه وړاندې کوي

  • د سوله ایکس طرحه له کلونو د جوړېدو په حال کې وه، خو په ۲۰۲۲ز کال کې یې پرمختګ په ډراماتیک ډول هله ګړندی شو کله چې طالبانو اعلان وکړ چې په افغانستان کې نجونې اجازه نه لري له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته ولاړې شي. له دغه اعلان سره د سوله غوښتنلیکونه په ۲۰۲۳ز کال کې دوه برابره شول. (یواځې د ۳۱ خالي فرصتونو لپاره شاوخوا ۲۰۰۰ غوښتلیکونه شوي وو) دا د هغه فرصتونو لپاره چې سوله ایکس یې چمتو کولای شي، د اړتیا ډېروالی او د لېوالتیا پراخوالی په ګوته کوي

  • هو! د سوله ایکس له اتلسو کالو کم عمره زده کوونکي کولی شي په روانډا کې د سولې په راروانو ټولګیو کې د شمولیت لپاره نوم لیکنه وکړي

  • سوله ایکس د ټولو لپاره پرانیستی دی، نه یواځې د نجونو لپاره. هلکان او غیر دودیز زده کوونکي هم کولای شي ګډون پکې وکړي. زموږ نصاب له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې ډیزاین شوی دی او هر څوک کولی شي ترې برخمن شي

  • سوله ایکس یواځې په هغو نجونو پورې منحصر ندی، چې په افغانستان کې دي، دا د ټولو هغو افغانو نجونو لپاره دی، چې د نړۍ په هر ځای کې اوسېږي. افغانې نجونې هغه که د افغانستان دننه اوسېږي او که بهر، کولی شي زموږ په پروګرامونو کې ګډون وکړي او زموږ له نصاب څخه چې له اووو څخه تر دولسم ټولګي پورې ډیزاین شوي دي، برخمنې شي

  • دا ډېر ساده کار دی. دلته کلیک وکړئ څو د سند تصدیق کوونکې پاڼې ته لاسرسی پیدا کړئ. څنګه چې پر سند لیکل شوي، هماغسي د زده کوونکې نوم او د سند شمېره ولیکئ، وروسته پر “تایید” باندې کلیک وکړئ

  • نه، د مالي همکارۍ کولو لپارد بسپنې پورته تڼۍ کېکاږئ، یا دغه لینک تعقیب کړئ

د بدلون په موخه مالي مرسته وکړ

نړۍ په خپلې ونډې اخیستنې بدله کړئ. له موږ سره نن مالي مرسته وکړئ څو د راتلونکي لپاره ښځينه افغانې رهبرانې و روزو.و