ولي سوله ایکس؟

یوه بېړنۍ اړتیا ده چې همدا یې وخت دی

په افغانستان کې د نجونو د زدکړې وضعیت

نجوني له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته نه ځي. هیڅ ښځه په نیمه لوړو زده کړو یا پوهنتونونو کې نوم لیکنه نه کوي. پر زده کړو د طالبانو بندیز د بلوغت په پیل کې پیلېږي او دا یوه ناڅاپي پرېکړه نه، بلکې یوه سنجول شوې پرېکړه ده. دا پر ښځو باندې د نارینه د کنټرول بنسټیز کول دي چې د ملي پالیسۍ کچې ته د جنسیتي نابرابرۍ لوړولو د تمایل څرګندونه کوي.ي

طالبان په هغه څه پوهېږي چې مونږ پرې پوهېږو: لوستي نجونې په لوستو ښځو بدلېږي، او لوستي ښځې انسجام لري.ي

که څه هم په افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي، خو له لرې واټن څخه د زده کړې فرصت شته. د ټکنالوژۍ ډېری خدمتونه پیاوړي انټرنیټ او ګران بیه وسایلو ته اړتیا لري چې ډېری افغاني نجونې په ځانګړې توګه د کلیوالو سیمو نجوني یې بیه نشي پرې کولای.ی

سوله ایکس ته ننوځئ 

سوله ایکس د متن پر بنسټ زموږ له لیرې واټن څخه د زده کړې پلاټ فارم، د خپل ډول لومړنی سیسټم دی چې د افغانستان د سیاسي او تکنالوژیکي واقعیتونو په پام کې نیولو سره جوړ شوی دی. د نجونو پر زده کړو د طالبانو له لورې د لګول شوي بندیز پر مهال دغه سیسټم په خپله نجونو ته داسي زده کړې ورکوي چې په خپلو کورونو کې به خوندي وي.ي

سوله ایکس ولي ښه کار کوي؟ 

سوله ایکس تېز انټرنیټ نه غواړي، ځکه په افغانستان کې د تېز انټرنټ اړتیا د ډېرو نورو انلاین ښوونځیو اغېز کمرنګه کړی دی. موږ نجوني پټو ښوونځیو ته د تګ په سبب له ګواښ سره نه مخ کوو. موږ پلرونه (په افغاني کلتوري ټولنه کې د یوې کورنۍ نهایي پرېکړه کوونکي) نه مجبوروو چې د خپلو لوڼو د زده کړې او خوندي ساتلو تر منځ انتخاب وکړي

موږ د نجونو تر کورونو پورې د هغې ټکنالوژۍ په مرسته زده کړې رسوو چې هغوی مخکې له مخکې ورسره اشنا دي. هغوی زده کړه کوي، په دې توګه خپل ژوند ښه کوي او خپلو نارینه وو ته ښيي چې نجونې د خپلواکو انسانانو په توګه بنسټیز ارزښت لري. بدلون له کوره پیلېږي او بیا نورو ځایونو ته پرمختګ کوي.ي

د طالبانو بیا راتګ ډېر څه بدل کړه، خو هغه څه چې نه دي بدل شوي او هیڅکله به بدل نشي، هغه د افغان نجونو د زده کړو لپاره زموږ ټینګ هوډ دی.ی

د بدلون په موخه مالي مرسته وکړئ

نړۍ په خپلې ونډې اخیستنې بدله کړئ. له موږ سره نن مالي مرسته وکړئ څو د راتلونکي لپاره ښځينه افغانې رهبرانې و روزو.و

آیا هغه څه نه شئ موندلی چې په لټه کې یاست؟ 

موږ ته یو پېغام راولېږئ او موږ به څومره چې ژر شونې وي ځواب درکړو.و