د ټولو لپاره فرصت

د نوښت لرونکي نصاب جوړول او د نړیوالو زده کړو اصول 

د افغان نجونو لپاره بدلون راوستونکې زده کړې

په ۲۰۲۳ز کال کې د سوله ایکس د روانډا څانګې د ۳۰ فرصتونو لپاره ۱۹۵۰ په زړه پورې غوښتنلیکونه ترلاسه کړل. دا ځل د داخلو په کچه کې د تېر پړاو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی وو او موږ په دغه پروسه کې د هر ګډونوال درناوی کوو:  هغه که هره نجلۍ وي، که د هغې مور او پلار، خور یا ورور یا د کورنۍ کوم بل غړی چې پر هغې یې باور کړی، خپل وخت یې ورکړی او په دې باور دي چې د نجونو تعلیم د ښې راتلونکې بنسټ جوړوي.ي

په سوله ایکس کې موږ دغې چارې ته ژمن یو. موږ د سبا د ډیجیټل کېدو لپاره ژمن یو او پر واټس اپ د انلاین چټ باکس له لارې افغان نصاب وړاندې کوو. په افغانستان کې د نجونو ښوونځي بند دي، خو موږ تعلیم ته د دوامدار لاسرسي د ډاډ لپاره کار کوو.و

د زده کړې چوکاټ

زموږ ټیم په ډېره مینه افغان‎ نصاب ډیجیټل کوي څو له ۷ تر ۱۲ ټولګی پورې انلاین کورسونه وړاندې کړي چې ساینس، ریاضي، ټولنیز علوم، دري، پښتو، اسلامي زده کړې او نور مضامین پکې شامل دي.ي

په کورسونو کې کافي اندازه تمرینونه، پوښتنې او ځوابونه شته چې اګاهانه تمرین او د پوهې پلي کولو ته وده ورکوي. د زده کړې د لا دلچسپه کولو په موخه، زموږ په کورسونو کې غږیز تصویرونه، پوډکاسټونه او چټکه ارزیابي لرو، دا له زده کوونکو سره مرسته کوي څو کورس ته لار پیدا کړي، تمرین وکړي او اړوند پوښتنو ته ځواب ووايي او په پایله کې د خپلو موبایلونو له لارې په خپل کور کې تصدیق پاڼې ترلاسه کړي.ي

د زده کوونکو لپاره انګلیسي د دویمې ژبې په ESLتوګه

پر دې سربېره، سوله ایکس ویاړي چې له ۷ څخه تر ۱۲ ټولګي پورې زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې د زده سره تړاو لرې (CEFR) کړې کورسونه وړاندي کوي چې د ژبو د سرچېنو لپاره له ګډ اروپايي کارچوکاټ کې په انګلیسي، دري او پښتو ژبو تدریس کېږي خو په لوړو ټولګیو کې انګلیسي د تدریس  لومړۍ ژبه ده.ه.

کورس لپاره د زده کوونکو (SOLA-CEFR) موږ همدارنګه د انګلیسي ژبې ارزونه ههم کوو څو د مهارتونو کچې ته په کتو د هغوی په غوره کولو کې مرسته وکړي.ي

موږ ویاړو چې په سوله ایکس کې مو خپله روزنیزه  تګلاره، د انتقادي زده کړې لومړیتوب، خواخوږي او د دودیزې زده کړې په اړه پلټنه د نیشنل جیوګرافیک سوسایټي د سپړونکي ذهنیت روزنیز کارچوکاټ او نړیوال هر اړخیز روزنیزډېزاین (ګلوبلاینګوسیو لرنینګ ډېزان) سره مدغم کړي دي. ښوونیز نصاب په غور سره هر اړخیز او په زړه پورې جوړ شوی چې د افغانستان ملي معیارونه او نړیوال معیارونه پکې په پام کې نیول شوي څو زده کوونکو ته د زده کړې لېږد په دودیزو او انلاین چاپېریالونو کې اسانه کړي.ي

د ملي جغرافیاوي ټولنې په ملاتړ موږ د ښځو د پیاوړتیا لپاره د کیسې ویلو ځانګړي کورسونه وړاندې کوو چې هغوی یې په مرسته خپلو ږغونو ته ځواک پیدا کړي. موږ غواړو له ملي جغرافیاوي ټولنې سره ګډ کار وکړو، د هغوی د انلاین تعلیمي سرچینو بډاینه وکاروو څو خپلو زده کوونکو ته یو ځانګړی تعلیمي فرصت چمتو کړو.و

په سوله ایکس کې موږ پوهېږو چې لوستي ښځې رهبرانې، ښوونکې او د بدلون راوستونکي جوړېږي. هغوی د خپل هېواد د ښې راتلونکي په جوړولو کې مرسته کولای شي.ي

زموږ لاره څرګنده ده. موږ هیله لرو چې په دغه سفر کې به راسره ملګري شئ.شئ

د بدلون په موخه مالي مرسته وکړئ

نړۍ په خپلې ونډې اخیستنې بدله کړئ. له موږ سره نن مالي مرسته وکړئ څو د راتلونکي لپاره ښځينه افغانې رهبرانې و روزو.و

آیا هغه څه نه شئ موندلی چې په لټه کې یاست؟

.موږ ته یو پېغام راولېږئ او موږ به څومره چې ژر شونې وي ځواب دردرکړو