په نړیواله کچه د افغان نجونو

لوستي کول

.د هرې افغانې نجلۍ لپاره په هر ځای چې وي، له لرې واټن څخه زده‌کړې

د زده کوونکي په خوښه مهال وېش لرونکي کورسونه. زده کوونکي یواځې ځیرک موبایل او عادي انټرنیټ ته اړتیا لري چې له خپلو کورونو څخه د سوله ایکس لخوا چمتو شويو زده کړو ته لاسرسی ومومي، دا هر څه په وړیا توګه د واټس اپ له لارې ترسره کېږي.ي

مونږ څوک یو؟

سوله د افغان نجونو لپاره په نړۍ کې یواځنی لیلیه لرونکی ښوونځی او وړیا انلاین زده کړو پلاټ فارم دی چې په غور سره د افغانستان تعلیمي نصاب په پام کې نیولو، د انګلیسي ژبې ای اس ال کورس د زده کړې او نورو کورسونو په ګډون په ډیجیټلي بڼه د کوچنیو روزنیزو موډلونو په بڼه ترتیب شوی دی. هره افغانه نجلۍ په اسانۍ سره سوله ایکس ته د نړۍ په هر  ځای کې لاسرسی درلودلای شي چې په انګلیسي، دري او پښتو ژبو فعالیت کوي. ي

نن په افغانسنان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته له تللو منع دي. په افغان کډوالو کې په سلګونو زره نجونې ټولګي ته د لاسرسي لپاره مبارزه کوي. زده کړه د نجونو بنسټیز حق دی او موږ هڅه کوو څو دغه حق تر افغان نجونو ورسوو.و

موږ د خپل پلاټفورم لپاره د زړه راښکونکې محتوا په چمتو کولو کې بهر‌مېشتي افغان کډوال ښکېل کړي دي او د کورس د فعالیتونو د چمتو کولو په برخه کې د سولې زده کوونکو د مشرۍ اړینې چارې په غاړه اخیستي دي.ي

په پایله کې سوله ایکس افغانانو جوړ کړی او د افغانانو لپاره دی. تاسو ته بلنه درکوو چې له موږ سره ګډون وکړ.ړ

دا زموږ دنده ده چې هرې افغانې نجلۍ ته د نړۍ په هر ځای کې زده کړه ورسوو.  زموږ لید لوری د خورولۍ  له یوې نړیوالې شکبې سره تړاو لري: د مهربانه او لېواله ښځو هغه نسل چې د رهبرۍ په مهارتونو افغانستان ودانوي او خپل هېواد د ښې راتلونکې په لور بیايي.ي

د سوله ایکس لید لوری

څه ډول کار کوي؟ SOLAx

۴
د هرې ورځې د منځپانګې غوښتنه وکړئ

د خپلو اړوند کورسونو لپاره، د تازه منځپانګې غوښتنه وکړئ، چې له دې سره به تاسو ته د راروانې ورځې درسي مواد هم درکړل شي

۵
د پوهنې د اروزنې له لارې زده کړه

د هڅوونکو او فکر وېښوونکو پوښتنو سره خپله زده کړه و ارزوئ او وده ورکړئ

۶
دبشپړېدو سند ترلاسه کړئ

د کورس د ټولو پوښتنو د ځوابونو پای ته رسولو او د بریا نمرو ترلاسه کولو سره تاسو سمدستي د اړوند کورس د بشپړولو تصدیق پاڼه ترلاسه کولای شئ

۱
پیل یې کړئ

زموږ د خدمتونو له شمېرو یوه یې په خپل مبایل کې ثبت کړئ او د واټس اپ له لارې اړیکه ونیسئ. موږ ته یو پېغام را واستوئ او د خبرو لپاره د خپلې خوښې ژبه؛ انګلیسي، پښتو یا دري وټاکئ او په همدې توګه مو خپله زده کړه پیل کړئ

۲
حساب مو جوړ کړئ

د لومړنیو معلوماتو په داخلولو سره له موږ سره یو ځای شئ او په اړوند چټ باټ کې بېلابېلو وړاندې شوو کورسونو ته لاسرسی پیدا کړئ

۳
کورس انتخاب کړئ

خپل حساب ته له ننوتلو وروسته، په کورسونو کې د ټولګیو لیست وګورئ او نوم لیکنه وکړئ

ځیرک موبایل، عادي انټرنټ ته لاسر‌سی او  واټس اپ هغه وسایل دي چې پر سوله ایکس د زده کړو پر مهال اړتیا ورته لرئ. زموږ کورس ستاسو لپاره چمتو او په بشپړه توګه وړیا دی.ی

سوله ایکس په عمل کې

لارښوونه
ستاسو د رونیز سفر پیلولو لپاره له پورته ذکر شوو شمېرو څخه د یوې په کارولو سره د سوله ایکس چټ باټ ته د واټس اپ له لارې پېغام واستوئ. تاسو د سوله ایکس د تعلیمي فعالیتونو د بېلابېلو پړاوونو د لیدلو لپاره دغه ویډیو کتلای شئ.
ئ

سوله ایکس ته اړتیا

په ۲۰۲۱زکال کې په افغانستان کې ۱.۱ میلیون نجوني په ښکاره ډول ښوونځیو ته تللې، خو په ۲۰۲۴ز کال کې ددغو نجونو شمېر صفر دی. طالبانو د جنسیتي نابرابرۍ په اړه خپله هڅه د ملي پالیسۍ کچې ته لوړه کړې ده. هغوی او موږ ټول د لوستو نجونو په وړتیاوو پوهېږو.و

زمونږ سفر

په کابل کې له لیلیه لرونکو ښوونځیو څخه نیولې د با تعلیمه نجونو د نړیوال خوځښت په سر کې د لوستو افغان نجونو راتلل او د سوله ایکس د جوړېدو پړاوونه دلته ولولئ.ئ

  1. ۲۰۱۶

    سوله په کابل کې په لومړي ځل د شپږم ټولګي زده کوونکو پر مخ خپلې دروازې پرانیستې او د بشپړ وخت په لیلیه لرونکي ښوونځي بدل شو
  2. ۲۰۱۹

    سولې هر کال د شپږم ټولګي د زده کوونکو نوم لیکنه کوله او د وخت په تېرېدو سره په یوه لیلیه لرونکې عالي لېسه باندې بدله شوه چې نجونو پکې له شپږم تر نهم ټولګي پورې زده کړه کولې
  3. ۲۰۲۰

    کرونا ناروغۍ د انلاین زده کړو لپاره بېړنۍ اړتیا رامنځ ته کړه. افغان نجونو ته د هغوی په کورونو کې د زده کړې چاره کمزوزې انټرنیټ او د وسایلو محدودیت له ستونزو سره مخ کړې ده، ځکه نو د سولې ټیم پر داسې لارو چارو غور کوي چې په مرسته یې واټن لرونکې زده کړې اسانه کړي
  4. ۲۰۲۱

    د طالبانو له بیا راتګ سره سم د سولی له افغانستان څخه ووتل، له شپږم تر یوولسم ټولګي یې خپلې ټولې زده کوونکي هم بهر بوتلې، سولې په رونډا کې دوباره خپل فعالیت پیل کړ
  5. ۲۰۲۲

    طالبانو د یوه فرمان له مخي نجوني له شپږم ټولګي پورته زده کړو او ښځې له پوهنتونونو څخه منع کړې. له دې سره، دسولی په رونډا کې د نوم لیکنې لومړی فصل بشپړ کړ او د افغان کډوالو څخه یې خپل نوي زده کوونکي جذب کړل. دا مهال شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکو غوښتنلیګونه لېږلي وو
  6. ۲۰۲۳

    سولې په رونډا کې د نوم لیکنې دویم فصل بشپړ کړ. شاوخوا ۲۰۰۰ زده کوونکو د شپږم ټولګي د شمولیت د ۲۵ فرصتونو لپاره غوښتنلیکونه لیږلي وو
  7. ۲۰۲۴

    سوله ایکس جوړ شو

زموږ اغېز 

غواړو چې د زرګونو افغان نجونو او هغوی پر کورنیو اغېز ولرو، خو پر دې ځای نه تم کېږو، د افغانستان شرایطو ته په کتو سره غواړو پوهنه په یوه نوې بڼه وړاندې کړو، له دودیزې او حفظ کوونکي زده کړې څخه د انتقادي فکر لرونکي روزنیز موډل پر لور ځو.و

۲۳۰+

له ۲۳۰ ډېرو نجونو په سوله ایکس کې برخه اخیستې ده

+۲۱

تر دې دمه له ۲۱ په ډېرو هېوادونو کې فعالیت کوي

+۶۲

په سوله ایکس کې له ۶۲ ډېر کوروسونه پلان شوي دي

+۳۵

له ۳۵ څخه ډېر سندونه خپاره شوي دي

د بدلون په موخه مالي مرسته وکړئ

نړۍ په خپلې ونډې اخیستنې بدله کړئ. له موږ سره نن مالي مرسته وکړئ څو د راتلونکي لپاره ښځينه افغانې رهبرانې و روزو.و

په ټولنه کې ګډون وکړئ

د خبرونو، تازه معلوماتو او نورو لپاره د سوله ایکس واټس اپ چینلونو سره یوځای شئ

ډېرې پوښتل شوي پوښتنې 

ستاسو د عمومي پوښتنو په اړه چټک لارښود

  • سوله ایکس د حضوري یا په ټولګي کې د زده‌کړې یو بدیل دی. د هغو نجونو لپاره د زده کړې یو ښه بدیل دی چې له کلونو راهیسي یې زده کړې ځنډول شوي. دا د رڼا .یو امید او د ټولګی پر لور د بیا تګ یو ابتدايي ګام دی

  • زده کوونکي کولای شي زموږ د خدمتونو له شمېرو یوې ته د پېغام په لېږلو سره له مونږ سره یوځای شي. د نورو معلوماتو لپاره زمونږ د (څنګه کار کوي) پاڼه وګورئ. که تاسو ښوونکی یاست او غواړئ خپل مهارت او لېوالتیا له مونږ سره شریکه کړئ، کولای شئ موږ ته په

    پته برېښنالیک راواستوئ [email protected]

  • په سوله ایکس کې ګډون لګښت نلري او له هیڅ زده کوونکي څخه د سوله ایکس پر کارولو او زده کړې فیس نه اخیستل کېږي. موږ سوله ایکس د خپل زده کوونکو لپاره وړیا خدمتونه وړاندې کوي

  • د سوله ایکس طرحه له کلونو د جوړېدو په حال کې وه، خو په ۲۰۲۲ز کال کې یې پرمختګ په ډراماتیک ډول هله ګړندی شو کله چې طالبانو اعلان وکړ چې په افغانستان کې نجونې اجازه نه لري له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته ولاړې شي. له دغه اعلان سره د سوله غوښتنلیکونه په ۲۰۲۳ز کال کې دوه برابره شول. (یواځې د ۳۱ خالي فرصتونو لپاره شاوخوا ۲۰۰۰ غوښتلیکونه شوي وو) دا د هغه فرصتونو لپاره چې سوله ایکس یې چمتو کولای شي، د اړتیا ډېروالی او د لېوالتیا پراخوالی په ګوته کوي

  • هو! د سوله ایکس له اتلسو کالو کم عمره زده کوونکي کولی شي په روانډا کې د سولې په راروانو ټولګیو کې د شمولیت لپاره نوم لیکنه وکړي

  • سوله ایکس یواځې په هغو نجونو پورې منحصر ندی چې په افغانستان کې دي، دا د ټولو هغو افغانو نجونو لپاره دی، چې د نړۍ په هر ځای کې اوسېږي. افغانې نجونې هغه که د افغانستان دننه اوسېږي او که بهر، کولی شي زموږ په پروګرامونو کې ګډون وکړي او زموږ له نصاب څخه چې له اووو څخه تر دولسم ټولګي پورې ډیزاین شوي دي، برخمنې شي

  • دا ډېر ساده کار دی. دلته کلیک وکړئ څو د سند تصدیق کوونکې پاڼې ته لاسرسی پیدا کړئ. څنګه چې پر سند لیکل شوي، هماغسي د زده کوونکې نوم او د سند شمېره ولیکئ، وروسته پر “تایید” باندې کلیک وکړئ

  • نه، د مالي همکارۍ کولو لپارد بسپنې پورته تڼۍ کېکاږئ، یا دغه لینک تعقیب کړئ

آیا هغه څه نه شئ موندلی چې په لټه کې یاست؟ 

موږ ته یو پېغام راولېږئ او موږ به څومره چې ژر شونې وي ځواب درکړو.و