تعلیم او نوښت

موږ یو افغان انسان له مخکښې تکنالوژۍ سره یو ځای کوو، امیدونه هڅوو او فرصتونه جوړوو

هرې افغانې نجلۍ ته د واټس آپ له لارې نوښت لرونکي زده کړې 

سوله  ویاړي چې سوله ایکس وړاندي کوي: دا یوه انلاین اکاډمي ده چې د واټس اپ له لارې هره افغانه نجلۍ له هر ځای څخه پکې ګډون  کولی شي. زده کوونکي کولای شي په واټس اپ کې د سوله ایکس چټ باټ ته د  پېغام په لېږلو سره په انګلیسي، پښتو او دري ژبو ورځنیو او ځانګړو درسي توکو ته لاسرسی پیدا کړي، هغوی د ګډون لپاره یواځي موبایل او عادي انټرنیټ ته اړتیا لريوي.ي

په بریالۍ توګه د یوه کورس په پای ته رسولو سره به زده کوونکي د سولی لخوا له اړوند کورس څخه د فراغت سند ترلاسه کړي. دا سندونه به په انلاین ډول خوندي او په انفرادي ډول د ډیجیټل له لارې د پېژندلو وړ وي، هر زده کوونکي ته به د تعلیمي لاسته راوړنو د ثبوت لپاره ورکړل شي او د اړتیا پر مهال کار ترې اخیستلای شي.ي

په نړیواله کچه هر څوک کولای شي چې په سوله ایکس کې نوم لیکنه وکړي - خو موږ خپل پلیټ فورم د طالبانو د تعلیمي بندیز په مستقیم ځواب کې جوړ کړی دی. زموږ د پام وړ مخاطبین په نړیواله کچه افغانې نجونې دي، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د میلونونو ځوانو ښځو په ګډون چې د لومړني ښوونځي عمرونه یې تېر شوي او له حضوري زده کړو څخه منع شوي دي. زمونږ ټکنالوژي د برابرۍ او مساوي حق ورکولو پر اصل ولاړه ډېزاین شوې ده: د سوله ایکس د کارولو لپاره یواځي یوه موبایل او عادي انټرنیټ ته اړتیا ده. موږ د ټيټ عاید لرونکو او کلیوالو سیمو نجونو ته د زده کړې مساوي فرصت برابر کړی دی او کورنۍ کولای شي له یوې وسیلې (موبایل) څخه څو ماشومان په یو یا څو ټولګیو کې شامل کړي.ي

دا زموږ دنده ده چې هرې افغانې نجلۍ ته د نړۍ په هر ځای کې زده کړه ورسوو.  زموږ لید لوری د خورولۍ  له یوې نړیوالې شکبې سره تړاو لري: د مهربانه او لېواله ښځو هغه نسل چې د رهبرۍ په مهارتونو افغانستان ودانوي او خپل هېواد د ښې راتلونکې په لور بیايي.ي

د سوله ایکس لید لوری

زموږ له بنسټ ایښودونکو سره اشنا شئ

شبانه د افغانستان د رهبریت ښوونځي بنسټ ایښودونکې او رئیسه ده. د افغانستان د رهبریت ښوونځی د افغان نجونو لپاره لومړنی او یواځنی له کور لیرې لیلیه لرونکی  ښوونځی دی چې په کابل کې له ۲۰۱۶ز کال څخه د ۲۰۲۱ز کال تر اګسټ او د د طالبانو تر بیا واکمنیدو پورې فعالیت کاوه. په هماغه اګسټ میاشت کې شبانې د خپل ښوونځی ټول کسان رونډا ته و ایستل چېرې چې دغه ښوونځی دوباره فعال او زده کوونکو خپلې زده کړې بیا پیل کړې.ې

شبانه بسیج راسخ

شبانه د مډلبري کالج څخه په عالي درجه فارغه شوې او د اکسفورډ پوهنتون څخه یې د عامه پالیسۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی؛ هغه د لندن د "اس او اِ اس" پوهنتون او سیډ کریسټ کالج څخه افتخاري دوکتورا هم لري. په ۲۰۱۸ز کال کې زدکړو ته نجونو د لاسرسي په برخه کې شبانې ته د ملالۍ مډال ورکړل شو، چې د افغانستان یو له سترو ملي ویاړونو څخه ګڼل کېږي. په ۲۰۲۳ز کال کې هغې د ملي جغرافیاوي ټولنې (نیشنل جیوګرافیک سوسایټي)  لخوا د کال د رولیکس نیشنل جیوګرافیک سپړونکې جایزه ترلاسه کړه او د نیویارک ښار په کولمبیا پوهنتون کې د نړیوال سیاست په نوي پیل شوي موسسه کې د کارنیګي غوره همکارې په توگه و نومول شوه.ه

متی امین د افغانستان د رهبريت ښوونځی د بورډ غړی او د سوله ایکس د جوړولو مشري په غاړه لري. سوله ایکس په نړیواله کچه د افغان نجونو د انلاین زده کړو یو پلاټ فارم دی. د ټکنالوژۍ پوهې د یوه مجرب متشبث په توګه، هغه په دې وروستیو کې د ژبې د زده کړې شرکت پر یوه نامتو امریکایي خپرندوی باندې وپلوری. آمین له ټکنالوژۍ سره ځانګړې مینه لري، دغه کار یې نه یواځي د پام وړ بدلون ته لاره پرانیزي، بلکې ډېر شمېر خنډونه له منځه وړي، هغه د ټولو لپاره د زده کړې د زمینې مساعدول دي. نوموړي له ویلیمیز پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړی او ماسټري یې په مالي او پوهنې برخو کې په هارورډ پوهنتون کې بشپړه کړې ده.ه

متی امین

زمونږ د بنسټ ایښودونکو پېغام

TBD

آیا هغه څه نه شئ موندلی چې په لټه کې یاست؟

موږ ته یو پېغام راولېږئ او موږ به څومره چې ژر شونې وي ځواب درکړو.و