د محرمیت پالسی

موږ په سوله کې ستاسو د شخصي معلوماتو محرمیت او خوندیتوب ته ژمن یو. د محرمیت دغه کړنلاره په ډاګه کوي، چې موږ څه ډول هغه معلومات او ډېټا چې زموږ د وټس اپ د روزنیز چټ باټ له لارې راغونډېږي، څه ډول راټولېږي، څه ډول کارول کېږي او په کوم ډول خوندي ساتل کېږي.ي 

موږ د زده کوونکو نومونه او د زېږېدنې نېټې د تصدیق پاڼو د تر لاسه کوونکو د تایید او د هغوی د پرمختګ د څارنې په موخه راټولوو او زېرمه کوو یې.ې 

د زده کوونکو نومونه او د زېږېدنې نېټې د دې لپاره اخیستل کېږي، څو هغوی ته د کورس د بشپړولو تصدیق پاڼې ورکړل شي او د زده کړې په برخه کې ورته انفرادي او با ارزښته تجربې ورکړل شي.ي

موږ د غیر مجوز لاسرسي، افشاء کولو، بدلولو او له منځه وړلو د مخنیوي په موخه ستاسو د معلوماتو د ساتنې لپاره معیاري امنیتي تدابیر عملي کوو.و 

موږ د کاروونکو معلومات له سوله ایکس بهر له هېڅ نهاد یا دریمې ډلې سره نه شریکوو.و 

موږ د کاروونکو معلومات په هېڅ دریمې ډلې نه پلورو او نه یې د پیسو په بدل کې تبادله کوو. زموږ نهاد غیر انتفاعي دی او زموږ لومړنی تمرکز د روزنیزو خدماتو په چمتو کولو دی.ی

موږ د کاروونکو معلومات یواځې او یواځې د دې لپاره ساتو، څو د زده کوونکو د پرمختګ څارنه وکړو او هغوی ته تصدیق پاڼې ورکړو. معلومات په خوندي ډول ساتل کېږي او له اړینې مودې وروسته نه ساتل کېږي.ي

زموږ د وټس اپ د روزنیز چټ باټ په کارولو سره تاسو هغو شرایطو ته رضایت ښيئ، چې د محرمیت په دې کړنلاره کې راغلي دي.دي

سوله ایکس دا حق له ځان سره خوندي لري، چې کولی شي د محرمیت دغه کړنلاره اپډېټ کړي او بدلون پکې راولي. د هر مهم بدلون په اړه به کاروونکو ته خبر ورکول کېږي.ي

ډېرې پوښتل شوي پوښتنې 

ستاسو د عمومي پوښتنو په اړه چټک لارښود

  • سوله ایکس د حضوري یا په ټولګي کې د زده‌کړې یو بدیل دی. د هغو نجونو لپاره د زده کړې یو ښه بدیل دی چې له کلونو راهیسي یې زده کړې ځنډول شوي. دا د رڼا .یو امید او د ټولګی پر لور د بیا تګ یو ابتدايي ګام دی

  • زده کوونکي کولای شي زموږ د خدمتونو له شمېرو یوې ته د پېغام په لېږلو سره له مونږ سره یوځای شي. د نورو معلوماتو لپاره زمونږ د (څنګه کار کوي) پاڼه وګورئ. که تاسو ښوونکی یاست او غواړئ خپل مهارت او لېوالتیا له مونږ سره شریکه کړئ، کولای شئ موږ ته په

    پته برېښنالیک راواستوئ www.solax.org

  • په سوله ایکس کې ګډون لګښت نلري او له هیڅ زده کوونکي څخه د سوله ایکس پر کارولو او زده کړې فیس نه اخیستل کېږي. موږ سوله ایکس د خپل زده کوونکو لپاره وړیا خدمتونه وړاندې کوي

  • د سوله ایکس طرحه له کلونو د جوړېدو په حال کې وه، خو په ۲۰۲۲ز کال کې یې پرمختګ په ډراماتیک ډول هله ګړندی شو کله چې طالبانو اعلان وکړ چې په افغانستان کې نجونې اجازه نه لري له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته ولاړې شي. له دغه اعلان سره د سوله غوښتنلیکونه په ۲۰۲۳ز کال کې دوه برابره شول. (یواځې د ۳۱ خالي فرصتونو لپاره شاوخوا ۲۰۰۰ غوښتلیکونه شوي وو) دا د هغه فرصتونو لپاره چې سوله ایکس یې چمتو کولای شي، د اړتیا ډېروالی او د لېوالتیا پراخوالی په ګوته کوي

  • هو! د سوله ایکس له اتلسو کالو کم عمره زده کوونکي کولی شي په روانډا کې د سولې په راروانو ټولګیو کې د شمولیت لپاره نوم لیکنه وکړي

  • دا ډېر ساده کار دی. دلته کلیک وکړئ څو د سند تصدیق کوونکې پاڼې ته لاسرسی پیدا کړئ. څنګه چې پر سند لیکل شوي، هماغسي د زده کوونکې نوم او د سند شمېره ولیکئ، وروسته پر “تایید” باندې کلیک وکړئ.

  • سوله ایکس یواځې په هغو نجونو پورې منحصر ندی، چې په افغانستان کې دي، دا د ټولو هغو افغانو نجونو لپاره دی، چې د نړۍ په هر ځای کې اوسېږي. افغانې نجونې هغه که د افغانستان دننه اوسېږي او که بهر، کولی شي زموږ په پروګرامونو کې ګډون وکړي او زموږ له نصاب څخه چې له اووو څخه تر دولسم ټولګي پورې ډیزاین شوي دي، برخمنې شي.

  • سوله ایکس د ټولو لپاره پرانیستی دی، نه یواځې د نجونو لپاره. هلکان او غیر دودیز زده کوونکي هم کولای شي ګډون پکې وکړي. زموږ نصاب له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې ډیزاین شوی دی او هر څوک کولی شي ترې برخمن شي.

  • نه، د مالي همکارۍ کولو لپارد بسپنې پورته تڼۍ کېکاږئ، یا دغه لینک تعقیب کړئ

د بدلون په موخه مالي مرسته وکړ

نړۍ په خپلې ونډې اخیستنې بدله کړئ. له موږ سره نن مالي مرسته وکړئ څو د راتلونکي لپاره ښځينه افغانې رهبرانې و روزو.و