زموږ نړیوال اغېز پانه

د لوستو افغان نجونو نړیواله شبکه

په نړیواله کچه زموږ لاسرسی

هره ورځ له موږ سره د نورو زده کوونکو په یو ځای کېدو سره په نړیواله کچه زموږ زده کوونکي ډېرېږي.ي

موږ نجونو ته زده کړه ورکوو څو نړۍ بدله کړي

سربېره پر دې چې طالبانو د نجونو پر ثانوي زده کړو بندیز لګولی، سوله ایکس د زده کړو له لارې د افغان نجونو د ژوند د ښه کېدو هڅې کوي.  د نړیوال بانک څېړني ښيي چې د ښځو پر تعلیم محدودیت هېوادونو ته د تولید او عاید په برخو کې شاوخوا ۳۰ ټریلیونه ډالر زیان اړوي. د ډېرې زده کړې په پایله کې ښځې کم، خو سالم ماشومان زېږوي او په سیاسي ډګر کې ډېرې فعالې وي.ي

سوله ایکس د زده کړو له لارې خپلو زده کوونکو ته زمینه برابروي څو په راتلونکې کې د ښځو په توګه د سالم ژوند او لوړو تنخواوو په لرلو سره په خپلو ټولنو کې غږ ولري. موږ غواړو چې خپل پروګرام لا پسې وغځوو: غواړو د زده کوونکو شمېر په لومړي کال کې له ۱۰۰۰۰ څخه په دریم کال کې ۵۰۰۰۰ ته پورته کړو.و

د سوله ایکس لپاره د تقاضا ډېروالی 

له سوله ایکس څخه تقاضا ډېره ده او موږ ددغې هیلې په ژورتیا پوهېږو. د سوله ایکس د رونډا په څانګه کې مو ولیدل چې له ۲۰۲۱ز څخه تر ۲۰۲۲ز کال پورې د زده کوونکو غوښتنلیکونه څومره ډېر شول: دغه غوښتنلیکونه له ۲۰۰ څخه ۲۰۰۰ ته پورته شول. ټولو غوښتلیکونو یواځي د شپږم ټولګي د ۲۵ فرصتونو لپاره سیالي کوله.ه

د افغانستان د رهبریت ښوونځی نشي کولای دغې موخې ته په فزیکي توګه ورسېږي، خو د سوله ایکس له لارې موږ دغه کار کولای شو، موږ به دغه کار هرو مرو تر سره کړو.و

زموږ نصاب داسي جوړ شوی دی چې نه یواځي زموږ زده کوونکي، بلکې په افغانستان کې شته دودیز نصاب هم چلنجوي چې له ډېره وخته پر حفظ او رېښیزه زده کړه ولاړ دی. د سوله ایکس په مرسته موږ له افغان کلتور، اسلامي تاریخ او نړیوالو ژبو سره په ګډه د انتقادي فکر مهارتونه تدریسوو، په دې موخه چې د لوستو افغان نجونو نړیواله شبکه جوړه کړو: هغه نجوني چې ښځينه رهبرانې جوړېږي، هغوی کولای شي هېواد ته یې د رسېدلو زیانونو درملنه وکړي.ي

تر دې دمه زموږ د فعالیتونو بهیر 

+۲۳۰

له ۲۳۰ څخه ډېرو نجونو په سوله ایکس کې برخه اخیستې ده

+۲۱

تر دې دمه له ۲۱ څخه په ډېرو هېوادونو کې فعالیت روان دی

+۶۲

سوله ایکس له ۶۲ څخه ډېر کورسونه پلان کړي دي

+۳۵

له ۳۵ څخه ډېر سندونه خپاره شوي دي

د طالبانو بیا راتګ ډېر څه بدل کړل، خو هغه څه چې نه دي بدل شوي او هیڅکله به بدل نشي، هغه د افغان نجونو د زده کړو لپاره زموږ ټینګ هوډ دی.ی

د بدلون په موخه مالي مرسته وکړئ

نړۍ په خپلې ونډې اخیستنې بدله کړئ. له موږ سره نن مالي مرسته وکړئ څو د راتلونکي لپاره ښځينه افغانې رهبرانې و روزو.و

آیا هغه څه نه شئ موندلی چې په لټه کې یاست؟ 

موږ ته یو پېغام راولېږئ او موږ به څومره چې ژر شونې وي ځواب درکړو.و