ساده شوې، روانه او منسجمه زده کړه

 زموږ د چټ باټ د تعلیمي سفر په جادو پوه شئ

د نا محدودو افقونو پرانیسل

سوله ایکس په نړیواله کچه د افغان نجونو لپاره زده کړه په یوه نوې بڼه وړاندې کوي. دا یو تعلیمي چټ باټ دی چې په غور سره د انګلیسي ژبې د زده کړې (ESL) په ګډون، د افغان نصاب د وړاندې کولو لپاره جوړ شوی دی او په یوه ډیجیټل بڼه د بدلون لروونکو کوچنیو زده کړو زمینه مساعدوي.ي

د نړۍ په هر ځای کې چې افغانې نجونې وي، سوله ایکس هغوی ته د زده کړې دروازه پرانیزي. چټ باټ منسجمه تجربه وړاندې کوي او زدکوونکو ته په کورسونو کې د دوی د هیلو او مهارت مطابق د شمولیت اجازه ورکوي. سوله ایکس متنوع او انعطاف لروونکې زده کړې وړاندې کوي، ځکه زده کوونکي یې په مرسته کولای شي په چټ باټ کې په درو ژبو (دری، انګلیسي او پښتو) باندې زده کړه وکړي.ي

د سوله ایکس په مرسته زده کړه، یوه متحرکه او ځانګړې تجربه ده چې په نړیواله کچه د افغان نجونو د اړتیاوو او غوښتنو په پام کې نیولو سره جوړه شوې ده.ه

د کورس په بشپړېدو سره، سوله په ویاړ سره د بشپړېدو سند د ځانګړي او تائید وړ لینک سره وړاندې کوي، ستاسو د لاسته راوړنو اړوند د پام وړ سند چمتو کوي. سوله ایکس سره ستاسو تعلیمي سفر د زده کړې تجربه نه ده،؛ بلکه  ژمنتیا، انعطاف منلو او زدکړې ته د دوام ورکولو لپاره ستاسي ټینګ هوډ دی.ی

همدا نن له سوله ایکس سره یوځای شئ او د زدکړې یو داسې سفر پیل کړئ چې هیڅ محدودیت نه پېژني – چېرې چې زده کړه یو نړیوال پل دی چې افغان نجونې له روښانه راتلونکي سره نښلوي.ي

څه ډول کار کوي؟ SOLAx

پر سوله ایکس د زده کړې لپاره دغو وسائلو ته اړتیا لرئ؛ ځیرک موبایل، عادي انټرنیټ ته لاسرسی او واټس آپ. له هره اړخه وړیا کورس ستاسو لپاره چمتو دی.ی

۱

پیل یې کړئ

زموږ د خدمتونو له شمېرو یوه یې په خپل مبایل کې ثبت کړئ او د واټس اپ له لارې اړیکه ونیسئ. موږ ته یو پېغام را واستوئ او د خبرو لپاره د خپلې خوښې ژبه؛ انګلیسي، پښتو یا دري وټاکئ او په دې توګه مو زده کړې پیل کړئ.ئ

۲

 حساب مو جوړ کړئ 

د لومړنیو معلوماتو په داخلولو سره له موږ سره یو ځای شئ او په اړوند چټ باټ کې بېلابېلو وړاندې شویو کورسونو ته لاسرسی پیدا کړئ.ئ

۳

انتخاب

خپل حساب ته له ننوتلو وروسته، په کورسونو کې د ټولګیو لیست وګورئ او نوم لیکنه وکړئ.ئ

۴

د هرې ورځې د منځپانګې غوښتنه وکړئ 

د خپلو اړوند کورسونو لپاره، د تازه منځپانګې غوښتنه وکړئ، چې له دې سره به تاسو ته د راروانې ورځې درسي مواد هم درکړل شيي.ي

۵

د پوهنې د اروزنې له لارې زده کړه 

د هڅوونکو او فکر وېښوونکو پوښتنو سره خپله زده کړه و ارزوئ او وده ورکړئ.ئ

۶

د بشپړېدو سند ترلاسه کړئ

د کورس د ټولو پوښتنو د ځوابونو پای ته رسولو او د بریا نمرو ترلاسه کولو سره تاسو سمدستي د اړوند کورس د بشپړولو تصدیق پاڼه ترلاسه کولای شئ.ئ

له ټولنې سره یوځای شئ

د خبرونو، تازه معلوماتو او نورو لپاره د سوله ایکس له واټس اپ چینلونو سره یوځای شئ!ئ

ډېرپېښې پوښتنې

ستاسو د عمومي پوښتنو په اړه چټک لارښود

  • سوله ایکس د حضوري یا ټولګی د زده کړې یو بدیل دی. د هغو نجونو لپاره زده کړې یو ښه بدیل دی چې له کلونو راهیسي یې زده کړې ځنډول شوي. دا د رڼا یو امید او د ټولګی پر لور د بیا تګ یو ابتدايي ګام دی

  • زده کوونکي کولای شي زموږ د خدمتونو له شمېرو یوې ته د پېغام په لېږلو سره له مونږ سره یوځای شي. د نورو معلوماتو لپاره زمونږ د (څنګه کار کوي) پاڼه وګورئ. که تاسو ښوونکی یاست او غواړئ خپل مهارت او لېوالتیا له مونږ سره شریکه کړئ، کولای شئ موږ ته په

    پته برېښنالیک راواستوئ www.solax.org

  • په سوله ایکس کې ګډون لګښت نلري او له هیڅ زده کوونکي څخه د سوله ایکس پر کارولو او زده کړې فیس نه اخیستل کېږي. موږ سوله ایکس د خپل زده کوونکو لپاره وړیا خدمتونه وړاندې کوي.

  • د سوله ایکس طرحه له کلونو د جوړېدو په حال کې وه، خو په ۲۰۲۲ز کال کې یې پرمختګ په ډراماتیک ډول هله ګړندی شو کله چې طالبانو اعلان وکړ چې په افغانستان کې نجونې اجازه نه لري له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته ولاړې شي. له دغه اعلان سره د سوله غوښتنلیکونه په ۲۰۲۳ز کال کې دوه برابره شول. (یواځې د ۳۱ خالي فرصتونو لپاره شاوخوا ۲۰۰۰ غوښتلیکونه شوي وو) دا د هغه فرصتونو لپاره چې سوله ایکس یې چمتو کولای شي، د اړتیا ډېروالی او د لېوالتیا پراخوالی په ګوته کوي

  • هو! د سوله ایکس له اتلسو کالو کم عمره زده کوونکي کولی شي په روانډا کې د سولې په راروانو ټولګیو کې د شمولی

  • دا ډېر ساده کار دی. دلته کلیک وکړئ څو د سند تصدیق کوونکې پاڼې ته لاسرسی پیدا کړئ. څنګه چې پر سند لیکل شوي، هماغسي د زده کوونکې نوم او د سند شمېره ولیکئ، وروسته پر “تایید” باندې کلیک وکړئ.

  • سوله ایکس یواځې په هغو نجونو پورې منحصر ندی، چې په افغانستان کې دي، دا د ټولو هغو افغانو نجونو لپاره دی، چې د نړۍ په هر ځای کې اوسېږي. افغانې نجونې هغه که د افغانستان دننه اوسېږي او که بهر، کولی شي زموږ په پروګرامونو کې ګډون وکړي او زموږ له نصاب څخه چې له اووو څخه تر دولسم ټولګي پورې ډیزاین شوي دي، برخمنې شي

  • سوله ایکس د ټولو لپاره پرانیستی دی، نه یواځې د نجونو لپاره. هلکان او غیر دودیز زده کوونکي هم کولای شي ګډون پکې وکړي. زموږ نصاب له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې ډیزاین شوی دی او هر څوک کولی شي ترې برخمن شي

  • نه، د مالي همکارۍ کولو لپارد بسپنې پورته تڼۍ کېکاږئ، یا دغه لینک تعقیب کړئ

د بدلون په موخه مالي مرسته وکړ

نړۍ په خپلې ونډې اخیستنې بدله کړئ. له موږ سره نن مالي مرسته وکړئ څو د راتلونکي لپاره ښځينه افغانې رهبرانې و روزو.و

آیا هغه څه نه شئ موندلی چې په لټه کې یاست؟ 

موږ ته یو پېغام راولېږئ او موږ به څومره چې ژر شونې وي ځواب درکړو.و